په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله مايار د لړک په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بدخشان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله شپږ تنه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: دغه پېښه د جمعې په ورځ د لړم په ٢٥مه، د بهارک- فيض اباد پر سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټر له سړک څخه واوښت او په سمندر کې ولوېد.
دبدخشان دامنيه قوماندانۍ وياند وويل: تراوسه پورې له اوبو څخه يواځې ديو تن جسد را ايست شوى او د نورو جسدونو د را ايستلو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د ایرنا د راپور له مخې، په افغانستان کې د ترافیکي قوانینو نه مراعت، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په دغه هیواد کې د ترافیکي پېښو لاملونه بلل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment