AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۰ ۲۳:۲۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85705576
T T
۰ Persons

Tags

د لومړي ځل لپاره: د څه باندې اته میلیونه افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول

کابل- ایرنا- د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو د څه باندې اته میلیونه افغانیو د بیروج ډبرې د پلور اعلان کړی.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو نن دوشنبه د مرغومی ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د بیروج ډبره د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې ده.

خبرځاى زياته کړه: دلومړي ځل لپاره دنورستان په برګمټال ولسوالۍ کې دڅه دپاسه اته ميليونه افغانيو په ارزښت دبېروج قيمتي ډبرې دټاکل شوې کميټې په شتون کې په عمومي داوطلبۍ کې وپلورل شوې.

د ایرنا په وینا، بیروج یا تورمالین یو ډول قیمتي ډبره ده چې د ځینو ناروغیو په درملنه کې هم کارول کیږي.  په دودیز درمل کې، دا ډبره د اعصابو آرامولو او د تمرکز زیاتولو لپاره کارول کیږي. همداراز، بیروج هم په پراخه کچه د زیوراتو په صنعت کې کارول کیږي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .