AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳ ۱۲:۵۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85497173
T T
۰ Persons

Tags

پنجشیر کې د ۵۶۰ کانونو د جوازونو په وېش ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې په پنجشیر ولایت کې د ۵۶۰ کانونو د جوازونو په وېشلو سره ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه په یوه خبرپاڼه کې د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم له رییس مولوي محمد قاسم امیري سره د دغه وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې د پنجشیر ولایت د کاني زیرمو په ځانګړي ډول د قیمتي ډبرو، زمرد او یاقوت د ښه مدیریت په اړه بحث او خبرې وشوې.

د پنجشېر د کانونو او پټروليم ریيس په دغه ولایت کې د کانونو د قانوني کېندنو په اړه وويل: د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول پنجشير کې د کانونو او قيمتي ډبرو غير قانوني استخراج او قاچاق له منځه تللى دى.

د اميري د څرګندونو پر بنسټ، د پنجشېر ولايت د کانونو او پټروليم رياست د کانونو د قانوني او اخلاقي استخراج په موخه څه باندې ٥٦٠ زمرد کانونو د استخراج جوازونه وېشلي او په پايله کې يې په دغه ولايت کې څه باندې لس زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. 

نوموړي د دغه وزارت د تخنيکي ټيم د لېږلو غوښتنه وکړه، څو د پنجشېر ولايت د کانونو ټولې سيمې سروې او د روبي کان د استخراج جوازونه و ويشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم په دې ناسته کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه او د چارو د لا ښه والي او د دغه ریاست د ستونزو د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د دغې غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کاري فرصتونو په برابرولو کې د پنجشیر خلکو ته د لومړیتوب ورکولو او د پنجشیر د روبي او زمرد د جوازونو په ورکولو ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .