AP ۱۴۰۲ مرغومی ۱۲ ۱۷:۴۰
Journalist ID: 5513
News ID: 85341487
T T
۰ Persons
د پنجشېر ولایت له ۲ زره قیراطه څخه زیات زمرود وپلورل شول

کابل- ایرنا- د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د دغه ولایت د ۲ زره قیراطه څخه زیاتو زمردو د پلور خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو نن (سه شنبې د مرغومي ۱۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې نن ۲ زره او ۷۴۶ قراط تازه استخراج شوي زمرود د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د هېواد په یوه سوداګر وپلورل شول.

د چارواکو په وینا، د پنجشېر ولایت د زمرودو د پلور نهم پړاو د دواطلبۍ په شکل وو.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پنجشېر ولايت ٢١١٨ قيراط زمرود په ١٢٣٤٠٠ امريکايي ډالرو پلورل شوى و.

افغانستان ډېر ارزښتناک کانونه لري، چې یو له ارزښتناکو ډبرو څخه د پنجشیر ولایت د زمرد ډبره ده، چې نړۍ وال شهرت لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .