په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نورستان ولایت سیمه ییزو چارواکو نن دوشنبه د مرغومی ۱۰ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د بیروج ډبره د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: دلومړي ځل لپاره دنورستان په برګمټال ولسوالۍ کې دڅه دپاسه اته ميليونه افغانيو په ارزښت دبېروج قيمتي ډبرې دټاکل شوې کميټې په شتون کې په عمومي داوطلبۍ کې وپلورل شوې.
د ایرنا په وینا، بیروج یا تورمالین یو ډول قیمتي ډبره ده چې د ځینو ناروغیو په درملنه کې هم کارول کیږي. په دودیز درمل کې، دا ډبره د اعصابو آرامولو او د تمرکز زیاتولو لپاره کارول کیږي. همداراز، بیروج هم په پراخه کچه د زیوراتو په صنعت کې کارول کیږي.
د پیغام پای/
Your Comment