AP ۱۴۰۳ لړم ۸ ۲۱:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85643698
T T
۰ Persons

Tags

د کانونو وزارت او ترکي ۷۷ شرکت ترمنځ د ۳۰ کلنې سمنټو فابریکې تړون لاسلیک شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کانونو وزارت سرپرست د ترکیې له ۷۷ شرکت سره د سمنټو د یوې فابریکې د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په جوزجان ولایت کې د سمنټو د یوې فابریکې د جوړولو ۳۰ کلن قرارداد نن سه شنبه د لړم په ۸ مه د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او د ۷۷ ترکي شرکت    ترمنځ د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې په لاسلیک شو.

 د دغه قرارداد له مخې، قراردادي شرکت به په دې فابریکه کې ۱۶۳ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او د ورځې د ۳۰۰۰ ټنو سمنټو د تولید ظرفیت به ولري.

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د دغه قرارداد له مخې به ۷۷ ترکي شرکتونه د سمنټو د اکتشاف، استخراج، تولید او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې پانګونه وکړي او د ۳۰ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی. 

هغه زیاته کړه: د سمنټو د دغې فابریکې په جوړیدو سره به څه باندې ۱۲۰۰ ټنه کار ته په مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د هېواد د سمنټو په برخه کې د ځان بسیا کېدو په موخه یې تر دې وړاندې د جبل السراج، کندهار او هرات ولایتونو د سمنټو پروژو د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه د یو شمیر کورني او بهرني شرکتونه سره لاسلیک کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .