AP ۱۴۰۳ مرغومی ۵ ۱۹:۵۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85700778
T T
۰ Persons

Tags

روسي پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو کې پانګونه وکړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه هېواد د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د روسیې د پانګوالو لېوالتیا اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن چهارشنبه د مرغومی ۵ مه وویل د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د میتاخیم روسي شرکت له رئيس پیوتر الکساندرویچ او د سولې شرکت له رئيس انجنیر نجیب الله صادق سره وکتل.

په دې کتنه کې د نوموړو شرکتونو رئيسانو په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

همدا راز د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د نوموړو شرکتونو له رئيسانو سره د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او هغوی ته یې وړاندیز وکړ، چې د شاه توت للندر بند او له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژو کې پانګونې وکړي او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره له هره پلوه زمینه چمتو شوې ده.

د دغې ناستې په پای کې پریکړه وشوه، چې د نوموړو شرکتونو تخنیکي ټیمونه دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د تخنیکي مسائلو په هکله خبرې وکړې، تر څو د عملي چارو د پیل لپاره زمینه چمتو شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .