په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د روسیې فدارتیف پلاوي سره چې مشري یې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ رئیس جمبولات عمروف او د روسیې فدراتیف د ملیتونو شورا مرستيال کوله، په کابل کې وکتل.
عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په څېر یاد کړل او زیاته یې کړه: دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په توګه د روسیې فدراتیف استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو د ټینګښت لپاره افغانستان ته راغلی دی.
هغه په نړۍ کې د اصیل اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: دا کار کولی شي هغه بېاساسه تبلیغات رد کړي چې د اسلام په اړه شتون لري او د اسلام حقیقي انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې روسیه او د چچن جمهوریت چمتو دي چې په مختلفو برخو کې د افغانستان د خلکو سره د تجربو د زدهکړې او شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.
ملا خیرالله خیرخواه په دې غونډه کې وویل: اسلام د نړۍ د مسلمانانو د وصل، قوت او اتحاد ټکی دی.
هغه زیاته کړه: افغانستان له پنځه څلوېښت کلونو وروسته د ټول هېواد په کچه امنیت لري او په مختلفو برخو کې ډېر پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، خو د یو باثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
خیرخواه وویل: اوس د افغانستان او روسیې فدراتیف ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت برابر شوی او د وخت په تېرېدو سره دغه اړیکې لا پراخېدی شي او زموږ مسوولیت دی چې خپل اصیل کلتور ملتونو ته معرفي کړو، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتور د ودې زمینه برابره شي.
ده افغانستان ته د دې پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې یو مثبت ګام او نېک پیل وباله او د ورته ګامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د چچن او د روسیې فدراسیون کلتوری پلاوی نن له غرمې مخکې کابل ته راورسید.
د پیغام پای/
Your Comment