په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د پنجشیر ولایت مقام نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې ۱۰۶ تنه ځوانان تازه له پنجشیر ولایت څخه د اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي او د نظامي زدهکړو لپاره د کابل روزنیز مرکز ته استول شوي .
ديخبرځاى زياته کړه: دغه ځوانان د دغه ولايت د رهبرۍ په غوښتنه او د سرپرست حکومت په ځانګړې پاملرنې او فرمان سره د اردو له ليکو سره يوځاى شول.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم وويل، چې د هبتالله آخندزاده د ځانګړې پاملرنې او حکم پر بنسټ، له دې ولایت څخه ۶۰۰ ځوانان د اسلامي اردو او ۵۰۰ نور د ملي پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.
ده زياته کړه: په تيرو وختونو کې دپنجشير ولايت ځوانانو ته په تيره بيا دکار پيدا کولو په برخه کې کافي پاملرنه نه ده شوې او زيات شمير يې وزګار شوي دي. له بلې خوا د پنجشیر ولایت اوسیدونکو د دغه ولایت ځوانانو ته د کار پیدا کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مشرتابه او سیمه ییزو چارواکو له پاملرنې خوښي څرګنده کړه.
باید وویل شي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې تر ۲۰ زرو زیاتو ځوانانو ته د کانونو، دولتي او غیر دولتي ادارو، د اسلامي اردو او پولیسو په لیکو کې د کار زمینه برابره شوي او زرګونه نور ځوانان په ساختماني پروژو کې لنډ مهاله دندو ته بوخت دي.
د پیغام پای/
Your Comment