په تیرو دوو اونیو کې د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۹۰ ټنه توکي انتقالات شوي دي

کابل - ایرنا - د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند په تیرو دوو اونیو کې د خواف - ایرنا د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۳۵۹۰ ټنو توکو د انتقالات اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ د وری په ۱۸مه، په خپله ایکس پاڼه کې یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړه او ولیکل: د وری مياشتي له لومړۍ نيټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې ۱۲۸،۸۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.


 

هغه وویل: له دې جملې څخه، د حیرتان بندر له لارې ۹،۶۴۰۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې۱،۰۹۱۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ١٧،٩١١ ټنه او د خواف –هرات ۳،۵۹۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۲۸،۸۱۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

هغه زیاته کړه، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې ٤،٥٧٠ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس، کینو او کچالو دي.

د ایرنا په وینا، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان لومړۍ صادراتي بار هم د دې میاشتې په پیل کې اروپا ته صادر شو.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .