AP ۱۴۰۳ مرغومی ۱۶ ۲۰:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85711391
T T
۰ Persons

Tags

د اسراییل د لومړی وزیر مخالفانو او د پولیسو ترمنځ نښته

کابل- ایرنا- د صهیونیسټي رژیم پولیسو په بیت المقدس کې د اسرائیلي میشتو کسانو په مظاهرو چې په غزه کې یې له حماس سره د بندیانو د تبادلې د موافقې د لاسلیکولو غوښتنه کوله، حمله وکړه او د اعتراض کونکو په ځپلو سره یې یو شمیر کسان ونیول.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې په ورځ د مرغومی په ۱۵ نیټه د اسرائیلو رژیم پولیسو د یو شمیر مظاهره چیانو د نیولو اعلان وکړ او ادعا یې وکړه چې دغو کسانو عامه نظم ګډوډ کړی دی.

دا مظاهرې په داسې حال کې کیږی چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې د قطر په پلازمینه دوحه کې له صهیونیسټ رژیم سره د غیر مستقیمو خبرو اترو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

 حماس اعلان وکړ: د اسرائيلو د غاصب رژيم له خوا د نسل وژنې ته په پام سره، د دغه غورځنګ تر ټولو مهم لومړيتوبونه د تيري مخه نيول او د خپلو خلکو ساتنه ده.

غورځنګ دې ته اشاره وکړه چې د خبرو اترو اوسنی پړاو به یوې موافقې ته په رسیدو تمرکز وکړي چې د بشپړ اوربند او له غزې تړانګې څخه د اشغالګرو ځواکونو د وتلو لامل شي او د پلي کیدو توضیحات په روښانه توګه تعریف شوي.

 حماس زیاته کړه: موږ د خپلو خلکو د کړاوونو د کمولو او د بشري محاصرې د ماتولو او د امنیت د تامینولو او له غمجنو حالاتو سره د مقابلې لپاره د لازمو ضرورتونو د پوره کولو په مقصد له مختلفو هیوادونو او نړیوالو ادارو سره د خبرو اترو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو او مونږ هم چمتو یو چې د اوربند موافقې ته رسیدو سره سم خپلو خلکو ته مرستې او سرپناه چمتو کړو.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .