په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت برشنا شرکت نن دوشنبه د لیندۍ ۱۹ مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چې د هېواد لوېدیځ ته د ایران د وارداتي برېښنا تخنیکي ستونزه په بشپړه توګه حل شوې او د برېښنا رسولو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
خبرځاى زياته کړه: یاده تخنیکي عارضه چې د نن ورځې په اوږدو کې رامنځته شوه او برېښنا پرې شوې وه، د ایران هېواد او افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د هلو ځلو تخنیکي عارضه په بشپړ ډول حل شوه.
د ایرنا د راپور له مخې، افغانستان هر کال د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ۱۱۰ میګاواټه بریښنا اخلي.
د پیغام پای/
Your Comment