په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
په دې لیدنه کې مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړل او زیاته یې کړه: « ياد دوه هېوادونه ډير ګډ مشترکات لري چي همدا ګډې او دوامداره اړیکې د دې لامل شوي چې اسلامي امارت د ګاونډیتوب د حس او متقابل احترام پر بنسټ د اقتصادي، تجارتي او نورو ګډو موضوعاتو په برخو کې همکاري سره ولري».
د ایرنا د خبر له مخي، د کابل او اسلام اباد اړیکې په تیرو دریو کلونو کې د پاکستاني چارواکو د تورونو له امله خړې پړې شوې چې وايي پاکستاني طالبانو ته د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا پناه ورکړل شوې ده، تورونه چې په پرله پسې ډول د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو له خوا بې اساسه بلل شوي دي.
د پیغام پای/
Your Comment