له طبيعي پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له نړیوالو بنسټونو سره د ګډې همکارۍ دوه تفاهم‌نامه لاسلیک کړل

کابل- ایرنا- د افغانستان له طبيعي پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له نړیوالو بنسټونو سره د ګډو همکاریو دوه تړونونه لاسلیک کړل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان له طبيعي پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې چارواکو نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه ادارې سرپرست او د ډافا مؤسسې ترمنځ د ١٩٣ زرو او ٩٧٨ ډالرو  په ارزښت تفاهم‌نامه لاسلیک سوه

 د ١٩٣ زرو او ٩٧٨ ډالرو په ارزښت یاده مؤسسه په کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ دبټو خیلو کلی د مس عینک پروژه کي ٤٦٧ زرو او ٧٧٥ متره مربع ککړي سیمي د ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکي کړي دي تر څو د مس عینک پروژې کارمندان په محفوظ ډول خپل کارونه مخ ته ویسې.

همدا راز د هندیکپ نړیوال انسټیټیوټ سره د همکارۍ تړون پر بنسټ، دغه انستیتیوت د ۸۶۳ زره ۵۲۱ امریکایي ډالرو په ارزښت د بشري موسسو لپاره د موادو د ذخیره کولو د ګودامونو د چمتو کولو، له هرات څخه ګاونډیو ولسوالیو او ولایتونو ته د مرستندویه موادو د لیږد د خدمتونو د وړاندې کولو او په هرات، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو کې د داخلي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې خدماتي پروژې پلي کوي. 

 د ایرنا د خبر له مخې، له طبيعي پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د اړو کسانو سره د مرستې لپاره له مختلفو نړیوالو او ملي ادارو سره د ګډې همکارۍ ۹ تړونونه لاسلیک کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .