د صنعت سرپرست وزیر: ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست یو ځل بیا له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې له فرصتونو ګټه پورته کړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو وویل د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د استانبول حلال ٢٠٢٤ نندارتون په پرانیست غونډه کې وینا وکړه.

عزيزي د ​​ترکيې دولتي او خصوصي سکټور ته بلنه ورکړه چې په افغانستان کې د دغه هېواد د کورنيو توليداتو او محصولاتو نندارتون جوړ کړي.

 د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره د شته فرصتونو په تړاو خبرې وکړې له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او همدارنګه هغوی ته یې بلنه ورکړه تر څو د افغانستان له تاریخي او سیاحتي ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

 عزیزي په دغه پروګرام کې د افغانستان د پلاوي له ګډون څخه موخه د افغانستان، ترکیې او سیمې د نورو هېوادو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د نویو فرصتونو رامینځ ته کول، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د حلالو تولیداتو او محصولاتو ورپېژندنه او له بهر په تېره بیا ترکیې څخه د بهرنۍ پانګونې جذب وګڼلو.

 د ایرنا د راپور له مخې، د استانبول حلال ۲۰۲۴ نندارتون د سیمې او نړۍ په کچه یو ستر نندارتون دی چې د افغانستان په ګډون ۴۵ هیواده د ۴۵۰ غرفو په ترڅ کې او په بېلابېلو سکتورونو کې خپل محصولات او تولیدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کوي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .