له ایلون ماسک سره په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي لیدنه حقیقت نه لري

کابل- ایرنا- د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ایرنا سره په مرکه کې په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت له دایمی استازی سره د ایلون ماسک کتنې په هکله د ځینو امریکایی رسنیو ادعا رد کړه.

د ایرنا په وینا، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له ایرنا سره په مرکه کې په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت له دائمی استازی سره د ایلون ماسک د کتنې په هکله د ځینو امریکایی رسنیو ادعا رد کړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند له ایرنا سره په مرکه کې په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت له دائمی استازی سره د ایلون ماسک د کتنې، په کلکه رد کړه او په دې اړه د امریکايي رسنیو د پراخ پوښښ په اړه یې حیرانتیا څرګنده کړه.

 د ایرنا په وینا، امریکايي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» ادعا کړې چې امریکايي میلیاردر «ایلون ماسک» چې د ټرمپ په بریا کې یې اغېزناک رول لوبولی و، په ملګرو ملتونو کې د ایران له دایمي استازي امیر سعید ایرواني سره په یوه پټ ځای کې ولیدل ترڅو د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ د کمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

 دې ورځپاڼې د دوو نامعلومو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران د استازي او ماسک چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې سلاکار دی، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې غونډه وکړه.

 د دې ورځپاڼې د سرچینو په حواله، په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي او ایلون ماسک تر منځ دغه کتنه چې له یو ساعت څخه زیات وخت یې دوام وکړ او په یوه پټ ځای کې ترسره شوه، «مثبته» وه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .