د ځمکې له  تودوخې څخه د بریښنا تولید په پروژه کې د هالنډ پانګوالو علاقه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې د تودوخې او جیوترمال له سرچینې څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د هالنډي پانګوالو لېوالتیا خبر اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو چهارشنبه د لړک په ٢٣ مه په یوه خبرپاڼه کې وویل د دغه وزارت ږ سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یوه هالنډي شرکت له مسؤلینو سره د ځمکې له تودخې څخه د برېښنا د تولید په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د دغه هالنډي شرکت مسوولین وايي، ليواله دي چې له نوي ټکنالوژيو څخه په ګټې اخیستنې سره د ځمکې د تودخې له سرچینې څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي شرکت د مسؤلینو د لېوالتیا هرکلي وکړ او له دوی ته یې د دغه وزارت د همکاري په هکله ډاډ ورکړ. هغه ټینګار وکړ چې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو او د پروژې د پلي کولو په موخه دې د وزارت له تخنیکي ټیم سره اړینې ارزونې ترسره کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .