د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو خونې نن دوشنبه د تله په ۲۳مه نېټه په خپله خبر پاڼه کې وویل: مونږ د عکا او حیفا د سیمو په لور د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته ځانګړی او ګډ عملیات پیل کړل چې بې پیلوټه الوتکې رادارونو تېر شول او په بنیامینا کې د ګولاني لوا روزنیز کمپ ته ورسېدل.
د حزب الله د عملیاتو خونې اعلان وکړ: د دې حملې هدف دښمن ته ادب درکول وه او وښودل په هر وخت او ځای کې چې موږ وغواړو دښمن ته د خپل ځواک یوه برخه وښیو.
حزب الله زیاته کړه: «زموږ د اتباعو ځورول به د دې لامل شي چې حیفا د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د کریات شمونه په څیر زموږ د توغندیو په کرښه کې وي.»
د لبنان د اسلامی مقاومت د عملیاتو کمیټې څرګنده کړه: دښمن له ځانه سره ویلی وو چې زمونږ د قوماندانانو او مشرانو له وژلو وروسته به نور دغه رژیم ته ګواښ ونکړی.
حزب الله تاکيد وکړ که دښمن وغواړي د لبنان او غزې د خلکو په خلاف خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي نو خپلو بريدونو ته به شدت ورکړي.
د یکشنبې په ماښام حزب الله د حیفا په جنوب کې د بنیامینه په سیمه کې د ګولاني کنډک کمپ په نښه کړ چې په ترڅ کې یې ۴ تنه عسکر ووژل شول او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شول.
صهیونیسټ رژیم هم په رسمي ډول د حزب الله په حمله کې د خپلو څلورو عسکرو وژل کیدل تائید کړل.
د پیغام پای/
Your Comment