په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، یکشنبه د تله په ۲۲ مه د افغانستان سرپرست حکومت په یوه خبرپاڼه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ پر قومي مخورو سربېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم له یو شمېر مخورو او مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې د دره نور ولسوالۍ مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د ډاډمن امنیت ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د خپلو ستونزو د حل یادونه وکړه وې ویل، د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګڼې دښمنۍ د حکومتي او قومي مشرانو په منځګړیتوب له منځه تللي او دا مهال په یاده ولسوالۍ کې د ولسونو او اسلامي امارت ترمنځ ښه همکاري او همغږي شتون لري.
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پراختیا، د سړکونو د بیارغونې، د منظور شوي روغتون د کار د ژر پیل او د اوبو د کنټرول لپاره د بندونو د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي بڼه د سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
خبرپاڼه زیاتوي: په بله جلا کتنه کې په بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې د مېشت ګوجر قوم یو شمېر راغلو قومي مخورو او مجاهدینو افغانستان کې پر ټولنیز عدالت خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، حکومت دې په لېرې پرتو سیمو کې پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالکبیر په دغو ناستو کې وویل: د اسلامي امارت او ولسونو تر منځ د واټن کموالی د روښانه راتلونکي نښه ده.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د دولت او ولس ترمنځ د همکارۍ فضا رامنځ ته کړې او قومي جوړښتونو کولای شي له مسوولینو سره د ښې همغږۍ له لارې د خلکو ستونزو ته مناسب حل ومومي.
د پیغام پای/
Your Comment