د کرنې وزارت سرپرست: د ایران د پخوانیو همکاریو قدرداني کوو او په ټولو برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو یو

کابل- ایرنا- د کرنې وزارت سرپرست له ایراني پلاوي سره په کتنه کې د ایران د همکاریو د قدردانۍ په ترڅ کې په ټولو برخو کې د همکاریو پراخولو ته د کابل چمتووالی اعلان کړ.

په کابل کې د ایرنا د خبری آژانس د خبر له مخې، نن د تله د میاشتې په ١٦ مه نیټه د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمری، د ایران د اسلامی جمهوریت له یوه پلاوی سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظر تبادله وکړه.

د ایران په پلاوي کې چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلامرضا نجاري شامل و. د کرنې د جهاد سازمان رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود.  

 په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکو پر روزنې او د ګډې پانګونې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 مولوي عطاء الله عمري ايراني پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د ايران پرمختګونه ياد کړل او هيله يې څرګنده کړه چې افغانستان د ايران له علمي او تخنيکي لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه پورته کړي. هغه دغه راز د دغو همکاريو د تحقق لپاره په راتلونکي کې د عملي ګامونو په پورته کولو ټينګار وکړ.

 همدارنګه ایراني پلاوي افغانستان ته د خپل سفر موخه د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د متقابلو همکاریو پیاوړتیا، افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو برابرول او د محصولاتو د صادراتو او وارداتو زیاتوالی اعلان کړ.

هغوی همدارنګه په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.  

 په پای کې د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د پخوانیو همکاریو قدرداني وکړه او په ټولو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار وکړ.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .