د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ملي سټنډرډ اداره په انګړ کې یو محراب مسجد پرانیسته

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ملي سټنډرډ اداره په انګړ کې یو محراب مسجد د پرانیستل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملي ستندرد ادارې (انسا) په مالي مرسته دغه جومات د ارشاد، حج او اوقاف وزارت لخوا جوړ او پرانیستل شو.

د چارواکو په خبره، دغه جومات په ۴۰۰ متره مربع ډیزاین ځمکه کې د ۷ میلیونه ۷۹۰ زره ۸۵۶ افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړ شوی، چې په یوه وخت کې ۵۲۰ تنه لمونځ کوونکي ځای لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .