AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۲۲:۵۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85619741
T T
۰ Persons

Tags

د نیمروز والي: بندیان د سختو سزاګانو پر ځای قرآن کریم حفظ کوي

کابل- ایرنا- د نیمروز والي وايي، بندیان د سختې سزا پر ځای قرآن کریم حفظ کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د نیمروز ولایت د رسنیو دفتر نن یکشنبه د تله ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د قرانکریم د حفظ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی و چې په ترڅ کې یې ۱۰ تنه بندیان د قرانکریم د حفظ پروګرام څخه فارغ شول.

 د نيمروز والي وويل: په زندانونو کې د سختو سزاګانو پر ځاى اوس بنديان د قرانکريم په حفظ او اصلاحي زده کړو بوخت دي.  خالد زياته کړه: زندان د محکومينو د اصلاح لپاره یو اصل دي، بنديان بايد په تقوا او صداقت ژوند وکړي او له خپلو استادانو يې زده کړي.

 د نيمروز والي د بنديانو ته په خطاب کې وويل: تاسو د محکمې د پرېکړې پر بنسټ بنديان شوي ياست او بايد په اخلاص توبه وباسئ او په راتلونکي کې له ورته کړنو څخه ډډه وکړئ.

د نیمروز والي د لازمو اسانتیاوو برابرول او د دوی مهمې اړتیاوې پوره کول د اسلامي امارت دنده وګڼله او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .