AP ۱۴۰۳ تله ۱۵ ۱۹:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85619634
T T
۰ Persons

Tags

د تخارستان د تاریخي جومات د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کندز ولایت کې د تخارستان د تاریخي جومات د بیارغونې چاري د پیل اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن یکشنبه د تله په ۱۵ مه په خپله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کندز ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ګل محمد الیاس د تخارستان له تاریخي جومات څخه هغه ځایونه یې چک کړه چې باید ترمیم شي.

الیاس وویل: د تخارستان د تاریخي جامع جومات دوه برجونه باید ترمیم شي.

هغه زياته کړه: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مکلف دى چې د لرغونو سيمو او تاريخي آبداتو ساتنه او پالنه وکړي او دغه سيمه د يوې تاريخي سيمې په لرلو سره يو مقدس ځاى هم دى.  د تخارستان پروژې مشر سید هلال کامل وویل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر څارنې لاندې به ډېر ژر د تخارستان د تاریخي جومات د احاطې د بیارغونې چارې پیل کړي.

 ده زياته کړه: ددغې پروژې لګښت څه دپاسه يو ميليون افغانۍ دى چې په اساسي او لرغونپوهنه کې به ترميم او جوړ شي څو د ابده جوهر ته زيان ونه رسيږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .