په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په لبنان کې د حزب الله مرستیال شیخ نعیم قاسم د سید حسن نصرالله له شهادت وروسته په خپله لومړۍ وینا کې وویل: سید حسن نصرالله تر هغه وخته چي ژوندی وه د جهاد او مبارزې په ډګر کې حضور درلود او د امام خمینی (رح) سیاست او هغه د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خامنهای (مدظله العالی) په لاره او تګلاری کې وو.
هغه زیاته کړه: سید حسن نصرالله د قدس د ملاتړ په لور حرکت وکړ او د مجاهدینو ملګری او له هغوی سره اشنا و.
شیخ نعیم قاسم زیاته کړه: مونږ د امام زمان(ع) او د اسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت ایت الله العظمی خامنهای، مجاهدینو او د هغه کورنۍ، د لبنان، سیمې، نړۍ او د آزادۍ غوښتونکو مبارزینو ته د خپل حبیب، عزیز او محبوب دشهادت د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
هغه ویلي دي چې اسراییل د لبنان په ټولو سیمو کې جنایتونه او قتل عام کړي او په ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو یې بریدونه کړي دي.
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال زیاته کړه: امریکا یو ملګری دی او له صهیونیسټی ترهه ګر رژیم سره بې حده سیاسی او پوځی مرستې کوی خو مونږ د امام حسین (ع) بچیان یو او بریا به ترلاسه کوو.
هغه ويې ويل: موږ د عمل، جهاد او صبر خاوندان يو او د خداى وعده رښتيا ده.
شیخ نعیم قاسم څرګنده کړه: د شهید سید حسن نصرالله لاره روانه ده، حزب الله خپلو اهدافو او د جهاد میدان ته دوام ورکوي او د کنترول او قوماندانی منظومه لري. هرڅوک په میدان کې شتون لري.
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال تاکید وکړ: سید حسن نصر الله زمونږ په مینځ کې شتون لری. موږ د هغه وروڼو کورنیو ته چې له هغه سره یې شهیدان شوي د تسلیت مراتب وړاندې کوو. د دښمن له قوله برعکس د بیروت په جنوب کې د ضاحیه په سیمه کې د ۲۰ قومندانانو غونډه نه وه، بلکې د سید حسن نصرالله تر څنګ وروڼه وو چې شهیدان شول.
هغه وویل: اسراییل به خپلو موخو ته ونه رسیږي او موږ به له دې جګړې څخه برلاسی شو.
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال وویل: د پوځی او انسانی ځواک له نظره مونږ غښتلی او لوی یوو او پوره چمتووالی لرو او دوام ورکوو. اسرائیل به زمونږ د پوځی ځواک د حملې توان ونلری.
هغه د دې په بیانولو سره چې مونږ په یوه بیړۍ کې یوو او د پخوا په شان به د اسرائیلو د تیریو په مقابل کې بریا ترلاسه کوو، څرګنده کړه: د حزب الله په جوړښت کې مرستیالان او نور افراد دی که دوی ته اسیب ورسوی بل به یې ځای پر ځای شي. موږ به ژر تر ژره د شته میکانیزم پر بنسټ د حزب الله نوی عمومي منشي وټاکو.
شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ: موږ به د ۲۰۰۶ کال په څېر وګټو، بریا زموږ ده او موږ لږ صبر ته اړتیا لرو.
د لبنان د حزب الله د عمومی منشی مرستیال زیاته کړه: که اسرائیل وغواړی د ځمکې له لارې لبنان ته ننوځی نو د مقاومت مجاهدین چمتو دی چې په ځمکه کې جنګ وکړی.
د پیغام پای/
Your Comment