په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن سه شنبه د وږی په ۲۷ مه په خپله یوه پاڼه کې لیکلي: د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سفارت چارې په منظم ډول د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو لخوا پرمخ وړل کېږي او ټولو ته خبر ورکول کیږي چې دغه سفارت د یکشنبې په ورځ خپل فعالیتونه او خدمات پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه: د کوربه هیواد په همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي او د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو څخه، قدرداني کوي.
د ایرنا په وینا، تر دې وړاندې په ایران، چین، روسیې، پاکستان او ترکیې کې مېشت افغان سفارتونه هم د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارل شوي وو.
د پیغام پای/
Your Comment