AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵ ۱۰:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85690118
T T
۰ Persons

Tags

په سرپل ولایت کې د څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ټولګټې پروژې پلې شوې

کابل- ایرنا- د سرپل ولایت د والي ویاند په دغه ولایت کې د ۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو پروژو د پلي کېدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپل ولايت د والي وياند حبيب الله مسرور شنبه د لیندۍ په ۲۴مه وويل: په تېرو اتو مياشتو کې د ۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوو چک بندونو او د ۵۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۱ شبکو په دې ولایت کې بشپړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په مرکز او ولسوالیو کې د الجهاد، سیداباد، صیاد، سوزمه قلعه، سانچارک او ګوسفندي په سیمو کې جوړ شوي چک بندونه د کلیو پراختیا ریاست له لوري پلي شوي او پیسې یې د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شوي دي. د مسرور د معلوماتو له مخې، د دغو چک بندونو له ګټو څخه څوارلس زره کورنۍ برخمنې شوې دي.

د سرپل د والي وياند وويل: د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د همکاريو موسسو له خوا د اوبو رسولو ١١ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او څه د پاسه لس زره کورنۍ د دغو اوبو رسولو له شبکو څخه برخمنې شوې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .