په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن شنبه د لیندۍ په ۲۴ مه د پکتیا ولایت په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال خلیل الرحمن حقاني یو پیاوړی مجاهد او د خلکو رښتینی خدمتګار وباله او ویې ویل: دا د اسلامي امارت لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
د فاتحې په مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال او نورو ګډونوالو د شهید او سراج الدین حقاني له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. بل خوا د افغانستان اهل تشیع د عامه اړیکو مسوولینو او جهادي مشر ګلبدین حکمتیار هم په پکتیا ولایت کې د خلیل الرحمن حقاني د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د پیغام پای/
Your Comment