AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۲۰:۲۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85598640
T T
۰ Persons

Tags

پوهنې وزارت څه باندې ۸ زره بستونه اعلام وکړ 

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۲۰:۲۳
News ID: 85598640
پوهنې وزارت څه باندې ۸ زره بستونه اعلام وکړ 

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت تر ۸۰۰۰ زیات د پنځم او شپږم رتبو ښوونکي او دفتري کارکوونکي بستونه د ازاده رقابت ته وسپارل.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د شنبې په ورځ د وږی په ۲۵ مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ښوونکو او اداري کارکوونکو اړوند ۸ زره ۱۵۶ پنځم او شپږم بستونه په ازاده رقابت کې ورکړل شول.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تأمین مرستیال مولوي عبدالخالق صادق وویل: د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د رهبرۍ په استازیتوب او د ملي آزموینو ریاست په همکارۍ د ښوونکو او اداري کارکوونکو ۸۱۵۶ بستونه اعلانوو ترڅو د آزادې سیالۍ له مخي په بشپړه توګه په شفافه پروسه کې د وړ کسانو په دې پوستونو کې ځای پرځای شي.

د ازموينو د ملي ادارې مشر په تېرو څو لسيزو کې د افغان ملت د ناخوالو اصلي لامل د تعليمي معياري سيستم نشتوالى وباله او زياته يې کړه: له نېکه مرغه چې د پوهنې بنسټ د مسلکي کسانو جذبول دي. اوسنی نظام د دې ترخو تجربو په نظر کې نیولو سره وړ او با استعداده کسان په تعلیمي ادارو کې د ازادې سیالۍ له لارې استخداموي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .