AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰ ۱۶:۱۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85685705
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان او پاکستان چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

کابل- ایرنا- په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرپرست او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره چي د افغانستان لپاره د دغه هیواد نوي ځانګړي استازي محمد صادق خان هم حضور درلود، وکتل.

 خبرځاى زياته کړه: په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، سوداګريزو مسئلو، سيمه ييزو مسايلو، د افغان مهاجرينو، محصلينو او نورو اړوندو مسايلو په اړه خبرې وکړې.

 د ایرنا د راپور له مخې، د کابل او اسلام اباد اړیکې په تیرو دریو کلونو کې د پاکستان د چارواکو له خوا د هغو تورونو له کبله ترینګلي وو چې افغانستان د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .