په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن سهشنبه د وږی په ۲۰مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د خپل ولایتي سفرونو ته دوام، د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان په ګډون د هېواد له شمالي او شمال ختیځو ولایتونو څخه د لیدنې پر مهال له سیمه ییزو چارواکو، علماوو، قومي مخورو او ګڼ شمېر هېوادوالو سره وکتل.
خبرځاى زياته کړه: په بلخ ولايت کې له سيمه ييزو مسوولينو، علماوو او قومي مخورو سره په دوو جلا جلا غونډو کې د دغه ولايت د مسوولينو د هلوځلو قدرداني وکړه او هغوى يې د خلکو د لا زيات خدمت لپاره وهڅول.
د سرپرست حکومت رئيس د بلخ په شمال کې د ۲۰۹ اتل قول اردو د څلورمې لوا څخه د ليدنې پر مهال د دغه قول اردو مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ملا هبت الله اخندزاده په مزارشريف ښار کې د شمالي ولايتونو د علماوو د شورا له مسوولينو او غړو سره مشورتي ناسته وکړه او په دې کتنه کې هغه د علماوو د اتحاد او اتفاق او د خلکو د ستونزو د حل په باب لارښوونه وکړه او علما يې وهڅول چې د خلکو تر منځ د اختلافاتو د حل او د قومي لانجو د حل لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان علما د ټولنې لارښود دی او د خلکو د ستونزو د حل لپاره باید له خپلو چارواکو سره په ګډه کار وکړي.
د سرپرست حکومت رئيس د بلخ ولايت په تالار کې د بغلان او سمنګان ولايتونو له مسوولينو سره وکتل او د دغو ولايتونو ستونزې يې واورېدې او د حل په خاطر يې مسوولينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د حکومت رئيس د بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته سفرونه کړي او هلته یې له چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ له علماوو، قومي مخورو سره هم لیدلي او د قومونو په منځ پر یووالي او اتحاد یې ټینګار کړی دی.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست حکومت مشر د تیرې اونۍ او د دې اونۍ په لومړیو کښې د دغه هیواد له شمال او شمال ختیځو ولایتونو څخه کتنه وکړه.
د پیغام پای/
Your Comment