په کابل کې د ایرنا د خبریال په وینا؛ نوموړي دغه کنفرانس ته په خپل پيغام کې ويلي، چې مولانا جلال الدين محمد بلخي د اسلامي نړی د ادب او فرهنګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي.
محمد حسن اخند د بلخ مولانا د فرهنګ او تمدن یو ځلانده ستوری بللی او د افغانستان له مشهورو عالمانو، پوهانو او روحانیونو څخه یې توصیف کړي دي.
ملاحسن اخند زیاته کړه چې د مولانا لیکنې او علمی افکار نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ ډېرو خلکو ته اشنا دي.
هغه وويل: د مولانا مشهور کتاب (مثنوي معنوي) چې د زرونو بیتونه مجموعه ده، په نړيواله کچه يو له ادبي او عرفاني آثارو شهکارونه څخه ګڼل کيږي.
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د مولانا د ژوند او شخصیت د بېلابېلو اړخونو پېژندنه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري.
نوموړي له څېړونکو وغوښتل، چې د مولانا د شخصيت په بېلابېلو اړخونو او د اسلامي ادب او فرهنګ په وده کې د هغه پر رول زيات رڼا واچوي، څو راتلونکي نسلونه د دغه مشهور عالم او د خپل هېواد له عرفاني شخصيت څخه ډېر خبر شي.
د پیغام پای/
Your Comment