AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۶:۴۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85526094
T T
۰ Persons

Tags

پاکستان ته د ۷۵ ټنه مسو د قاچاق مخنیوی وشو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۶:۴۰
News ID: 85526094
پاکستان ته د ۷۵ ټنه مسو د قاچاق مخنیوی وشو

کابل- ایرنا- د نیمرو ولایت سرحدي ځواکونو پاکستان ته د ۷۵ ټنه مسو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د نیمروز ولایت د پنځم سرحدي کنډک قوماندان مولوي محمد داوود اسحاق نن دوشنبې د چنګاښ ۱۱ مه رسنیو ته ویلي، سرحدي ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د ۷۵ ټنه مسو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه اندازه مس په غیر قانوني توګه پاکستان ته وړل کېدل، چې مخنیوی یې شوی او قول اردو ته سپارل شوي دي.

اسحاق زیاته کړې، چې پاکستان ته د دغه مسو د قاچاق په تړاو څو تنه نیول شوي هم دي.

د نيمروز ولايت خلک هم د دغه ولايت له سرحدي ځواکونو څخه غوښتنه کوي چې قاچاق وړونکو ته اجازه ور نه کړي چې ملي پانګه نورو هېوادونو ته انتقال کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .