AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۱ ۱۱:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85525663
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان آبادول د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د افغانستان آبادول د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ یکشنبې ماښام د چنګاښ ۱۰ مه په یوه خبرپانه کې د هېواد د یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

قومي مشرانو او علماوو له اسلامي امارت سره د خپلو همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ زیاته یې کړه، چې ولس د اسلامي نظام ثبات او دوام، اقتصادي پیاوړتیا او یو سوکاله افغانستان غواړي، چې یوازې د اسلامي امارت په حاکمیت کې ممکن دی.

په دې کتنه کې د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ لپاره قوي اراده لري او د هېواد پرمختګ د ټولو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د سرپرست دولت دغه چارواکی د خلکو او حکومت ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .