AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۹:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85525220
T T
۰ Persons

Tags

یو شمېر نورو مخکنیو نظامیانو ته هم د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

کابل- ایرنا- د افغان شخصتیونو سره د تماس کمېسیون اعلان وکړ، چې یو شمېر نور پخوانیو نظامیانو ته چې له امریکا، اروپا او ځینو نورو هېوادونو څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي د خوندیتوب کارتونه ورکړل.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی، چې یو شمېر پخواني نظامیان بېرته افغانستان ته راغلي او د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.

د دغه سرچینې په وینا، د دغه شخصیتونو په منځ کې د مجاهدینو د حکومت د اوبو او برېښنا وزیر انجینر سید محمد ایوب هم شامل دی.

خبرپاڼې زياته کړې: سيد محمد ايوب په بهر کې د مېشتو افغانانو د راستنېدو لپاره د زمينې په رامنځته کولو خوښي څرګنده کړه ويې ويل چې له افغان شخصيتونو سره د تماس د کمېسيون په همکارۍ په پوره ډاډ سره هېواد ته راستون شو.

د تېر حکومت سرتېرو او چارواکو هم د امنیت ټینګښت او د جګړې پای ته رسول د هېواد په تاریخ کې یو بې ساری ګام وباله، ویې ویل چې له اسلامي نظام سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

له افغان شخصيتونو سره د تماس او هېواد ته د هغوى د راستنېدو د کمېسيون مشر مولوي ذاکر هغوى ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال وويل، چې د راستنېدونکو ټولو حقونو ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د پخوا په څېر له پوځيانو او چارواکو سره ناوړه چلند وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .