AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۱۰ ۱۰:۵۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85524636
T T
۰ Persons

Tags

اوزبیکستان کې د افغانستان د داخلي تولیداتو نندارتون جوړېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په نېږدې راتلونکې کې د اوزبیکستان پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د داخلي تولیداتو نندارتون جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده نن یکشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي: ټاکل شوې د افغانستان د داخلي تولیداتو درې ورځنی نندارتون په اوربیکستان کې د چنګاښ میاشتې په ۱۲ مه نېټه جوړ شي چې د هېواد ۲۵۰ تنه سوداګر او صنعت کاران به په کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

اخندزاده زیاته کړه: د اسلامي امارت د اقتصاد پالیسي په دوام او د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړې توګه د اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټ او پانګونې د اړیکو د ټینګښت او پراخولو او د بازارموندنې په موخه د هیواد محصولات او تولیدات، دا نندارتون په بهرنیو بازارونو کې ترسره کېږي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وياند په وينا، د خصوصي سکټور لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول او په بهر کې د سوداګريزو فعاليتونو پياوړتيا د دغه نندارتون له نورو موخو څخه دي.

جواد زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې به غالۍ، لاسي صنايع، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې، وچه مېوه، غير الکولي مشروبات، دیګ بخار نور توليدات نندارې ته وړاندې شي.
 
همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند جواد په وینا، د دغه نندارتون په څنډه کې به خصوصي دوه اړخیزې خبرې هم ترسره شي.

په پاى کې هغه په اوزبیکستان او د منځنۍ اسيا په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې له دې فرصت څخه په استفادې د خپل هېواد د توليداتو په معرفي کولو کې رول ولوبوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .