AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۶:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85520860
T T
۰ Persons

Tags

د خلکو په درستترخوان بدلون راوستل د کرنې وزارت مسوولیت دی

د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د خلکو پر درستترخوان بدلون او رنګیني راوستل د دغه وزارت مسوولیت وباله.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره سمنګان ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست او ورسره پلاوي د تګ خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي: دغه عامه غونډه د سمنګان ولايت د والي ملا شعيب رسالت، امنيه قوماندان مولوي حبيب الله شاکر، د کرنې وزارت يو شمېر رئيسانو او متخصصينو، د سيمه ييزو ارګانونو د رييسانو او د سيمې د اوسېدونکو په شتون کې جوړه شوه. 

په دې کتنه کې د کرنې وزارت سرپرست د خلکو په ژوند کې د بدلون راوستل او د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت ښه کول د کرنې وزارت له مکلفیتونو څخه وبلل ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې شپه او ورځ کار کوي.

د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه غونډه کې د ځمکې د غصب د مخنیوي او د عشر او زکات په راټولولو کې د اماراتو د چارواکو د همکارۍ او ملاتړ په اړه د کرنې له کارکوونکو سره خبرې وشوې.

د غونډې په پای کې د سمنګان ولایت د علماوو شورا رییس مولوي محراب الدین عرفاني د دغه وزارت د پلانونو د تائید پرمهال کرنه او مالدارۍ دوه مهم مسلکونه وبلل ویې ویل چې کرنه او مالدارۍ په دین کې ځانګړی ځای لري او د هغې د ودې لپاره دوی باید کار وکړي، ځکه چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره کرنې ته اړتیا ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .