ملګرو ملتونو درک کړې، چې د امارت له ګډون پرته د دوحې غونډې ګټورې نه دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، ملګرو ملتونو درک کړې، چې د امارت له ګډون پرته د دوحې غونډې ګټورې نه تمامېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د ملګرو ملتونو سره له څو میاشتنیو خبرو وروسته اسلامي امارت تصمیم ونیوه، چې د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ له بېلا بېلو بنسټونو یو پلاوی د دوحې درېیمې غونډې ته ولېږي.

هغه زیاته کړې: امارت وښوده چې بېړه نه لري، له دقیقی ارزونې وروسته په متناسبه کچه په دغه غونډه کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي وویل: د هغو دوو پخوانیو ناستو په پام کې نیولو سره چې امارت په کې نه وو، ملګري ملتونه په دې پوهیدلي چې د امارت شتون حتمي دی او دا ډول غونډې به د اسلامي امارت د پلاوي له حضور پرته اغیزمنې نه وي. 

جلالي زیاته کړه: ملګرو ملتونو د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره رښتینې هڅې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې د دوحې درېیمه غونډه د چنګاښ د میاشتې په لسمه نیټه د ملګرو ملتو په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازیو په شتون سره ترسره کېږی.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت پرون ماښام اعلان وکړ چې د سرپرست دولت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی به په دوحه کې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .