کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل ښاروالۍ نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دشت برچي په سیمه کې د امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سمیې پورې د سړک د پراخېدو په موخه د خنډو، دوکانونو، کورنو د لرې کولو چارې پیل شوې او د هغو اړوند سړک چارې له قلعه قاضي څخه تر حلقوي سړک پورې دوام لري.
د ښاروالۍ د اعلامیې پر بنسټ، د دیارلسمې ناحیې مشر مولوي عبدالصمد عابد وویل، چې د دغو سړکونو په اوږدو کې ۵۸۰ ملکیتونه او کورونه استملاک شوي او مالکینو ته به یې د قانون له مخې تاوان ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د طرحې له مخې به د امید سبز له بند څخه تر عرفاني سړک پورې عمومي سړک ۳۸۳۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري او د هغو اړوند سړک به له قاضي کلا سره نښلوونکی سړک چې ۱۱۴۶ متره اوږدوالی، ۲۰ متره پلنوالی لري د ۲۰ میاشتو په موده کې به په معیاري او اساسي ډول جوړ شي.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به د ښاریانو په تګ راتګ کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخه به ونیول شي.
د پیغام پای/
Your Comment