AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۱:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85520390
T T
۰ Persons

Tags

غزني کې د داخلي تولیداتو نندارتون پرانستل شو

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۶ ۱۱:۱۴
News ID: 85520390
غزني کې د داخلي تولیداتو نندارتون پرانستل شو

کابل- ایرنا- د غزني ولایت د رسنیو دفتر د «افغانستان خزانې» تر عنوان لاندې د ځايي چارواکو په حضور کې د داخلي تولیداتو د نندارتون د پرانستې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د غزني ولایت د رسنیو دفتر نن چهارشنبې د چنګاښ ۶ مه اعلان کړی دی، چې د دې ولایت مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود د «افغانستان خزانې» نندارتون د افغانستان د خلکو او پانګوالو په ګټه وباله.

محمود د دغه نندارتون د پرانستې په مراسمو کې له خلکو وغوښتل، چې د هېواد د اقتصاد او صنعت کارانو د پیاوړتیا په پار دې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال هم د «افغانستان خزانې» نندارتون د جوړېدو موخه د پانګونې او توليد وده د خلکو اړتيا وبلله.

نوموړي همدا راز وویل چې غزني یو له صنعتي او زراعتي ولایتونو څخه دی او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې په دغه ولایت کې صنعتي پارکونه جوړ او پانګوالو او صنعتکارانو ته یې د کار زمینه برابره کړي.

 د مولوي جمال په وينا، د صنايعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي، چې د هېواد له کورنيو توليداتو سره د خلکو د اشنا کولو په هدف د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې ورته نندارتونونه په لاره واچوي.

د غزني ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، په دې نندارتون کې د ښځو په ګډون يو شمېر هنرمندانو د درېيو ورځو لپاره په پنځوسو غرفو کې خپل توليدات نندارې ته ايښي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .