د کرنې او مالدارۍ سکتور به لرې پرتو ولسوالیو ته وغځوو

کابل- ایرنا- د ننګرهار ولایت مرستیال والي په دغه ولایت کې د تازه مېوو نندارتو پرانسته کې و ویل، چې د کرنې او مالدارۍ سکتور به لرې پرتو ولسوالیو ته وغځوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ننګرهار ولایت کې د تازه مېوو د ننداراتون پرانستل کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري وويل، د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د مېوو د هر ډول محصولاتو په اړه د هېوادوالو خبرول او همدا راز په خپلو سيمو کې د باغونو جوړولو په موخه خلکو ته د هڅونې پيغام ورکول دي.

 بنوري دغه راز وويل: موږ په لرو پرتو ولسواليو کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ برخې ته د پراختيا په موخه له اړوندو څانګو سره کار کوو او له دې لارې به ځان بسياينې ته نږدې کړو او له دې وروسته به د دې ولایت، کروندګرو او مالدارانو ته ځانګړې پاملرنه وشي. 

د دغه نندارتون د پرانیستلو پر مهال د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو وویل، چې د ننګرهار ولایت ګرم او مناسب اقلیم ته په پام سره به په راتلونکي کې په دغه ولایت کې د خرما هر ډول باغونه جوړ شي.

دوی دا هم وویل، چې د ننګرهار ولایت د تازه مېوې په نندارتون کې شپږ ډوله کیلې، دوه ډوله انګور او یو ډول انځر په ګډون ټولې تازه مېوې نندارې ته اېښودل شوې وې.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ننګرهار ولایت په ګرم، مرطوب او معتدل اقلیم سره د هر ډول کرنیزو محصولاتو او میوو د کرلو وړتیا لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .