AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۵ ۱۶:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85519710
T T
۰ Persons

Tags

د بهرنیو چارو وزارت: د ویانا ناسته پر ماتې محکومه ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، د سوځیدلي مغز منځنیو کلمو ته هیڅوک پام نه کوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن سه شنبه د چنګاښ ۵ مه په وینا کې د دولت د مخالفینو ناستې ته په اشارې سره په خپله اېکس پاڼه لیکلي: هغوی چې نه له ځانه طرحه لري، نه د خلکو ملاتړ او نه هم پر نړیوال سیاست خبر دي او بیا یې هم سترګې د بهرنیو اقداماتو ته نیولي دي، په ماتې محکوم دي.

هغه څرګنده کړې: دغه سرګردانه ډله چې نور د سیاست په بازار کې هېڅ پیرودونکی نه لري او هېڅو حاضر نه دي، چې د هغوی په خالي مغزو او سوځېدو خبرو حساب خلاص کړي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت مخالفو ځینو سیاستوالو پرون په ویانا کې د دوحې له درېیمې غونډې مخکې غونډه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .