د غور، اروزګان او دایکندي ولایتونو لویه لار له بند بکک کوتل له مسیر څخه د ترافیکو پر مخ تړل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د غور، ارزګان او دایکندي ولایتونو د بند بکک کوتل له مسیر څخه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن چهارشنبه د مرغومی میاشتې په ۱۲مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: په غور، ارزګان او دایکندي ولایتونو کې هم د واورې اورښت جریان لري او په غور ولایت کې د بندبکک مسیر د لنډمهال لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لورې یې د بېرته پرانیستلو چارې په چټکۍ سره جریان لري.

همدارنګه په سالنګونو کې د تیری شپې را پدیخوا د واورې نرم اورښت جریان لري، د تودوخې لوړه درجه ۳- ټیټه ۸- ده او دامهال پر یاده لویه لار مسافروړونکي وسایط له دواړو لورو او بار وړونکي وسایط په نوبتي ډول له یوه لوري څخه تګ کولای شي.

 د حق‌شناس په وينا، د یادې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د درنو هیوادوالو او موټر چلوونکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست موظفین بشپړ چمتو والی لري، تر څو په وخت سره یاده لویه لار له واورو څخه پاک کاري او د وسایطو د تګ- راتګ پرمخ پرانیستې وساتي.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو خبرداری ورکړی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .