کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د چین او پاکستان مشرانو نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
دغه ګډه اعلامیه چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له څلور ورځني سفر وروسته خپره شوې او په کې راغلي دي، دواړو لورو د افغانستان سرپرست دولت هڅوي، چې یو پراخه سیاسي چوکاټ رامنځ ته کړي.
چین او پاکستان د افغانستان له سرپرست دولت څخه غوښتي، چې له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره ګټه واخیستل شي.
د چین ولسمشر او پاکستان لومړي وزیر ټینګار کړی دی، چې طالبان دې منځلاری سیاست خپل کړي او د ګاونډیانو سره ښو اړیکو ته هم پاملرنه وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment