AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴ ۱۹:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85498185
T T
۰ Persons

Tags

سرپرست دولت د نړیوالو بنسټو سره په همغږۍ د داخلي کډوالو لپاره رسېدنه کوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ به داخلي بې ځایه شویو کډوالو ته رسېدنه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالو نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې سره د داخلي بې ځایه شویو کډوالو اصلي مېنو ته د ستنولو په اړه د ګډې ناستې تر سره کېدو خبر ورکړی دی.

د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې مشر مولوي سردار شیرزاد وویل: د اسلامي امارت یو مهم هدف د بې ځایه شویو کورنیو خپلو اصلي ځایونو ته راستنول دي.

د شېرزاد په وينا، د اسلامي امارت په جوړېدو سره په تېرو کلونو کې ډېرې کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته لېږدول شوي او اوس د اړوندو بنسټونو همکاري اړينه ده، څو زياتې کورنۍ خپلو اصلي ځايونو ته ولېږدول شي.

ده دا هم وويل: دا مهال شاوخوا درې ميليونه بې ځايه شوي دي، چې له دې جملې څخه زرګونه کورنۍ په خپله خوښه خپلو اصلي سيمو ته کډه کولو ته چمتو دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ همغږي کوونکي، وینسټ هم وویل: موږ تل په ګډه کار کړی او اوس د دې وخت دی چې د داخلي بې ځایه شویو سره د چلند لپاره عملي کار پیل کړو.

په دې کتنه کې د داخلي بې ځایه شویو د وضعیت د هواري لپاره د ګډ تخنیکي ټیم په جوړولو او د لازیاتې همکارۍ او همغږۍ په رامنځته کولو ټینګار وشو.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .