AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳ ۱۲:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85497061
T T
۰ Persons

Tags

له ۲۰۰ زیات بې سرپرسته ځوانان پر تخنکي زده کړو بوخت دي

هرات- ایرنا- د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس له ۲۰۰ زیات بې سرپرسته ځوانان د تخنکي زده کړو د تر لاسه کولو خبر ورکړی دی.

هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزا محمد ابو منصور نن یکشنبې د غبرګولي ۱۳ مه ویلي: د تخنيکي او مسلکي زده کړو ټولګي چې پخوا د واسا موسسې له خوا په رباط سنګي ولسوالۍ کې د کار او ټولنيزو چارو له رياست سره په همغږۍ پيل شوي وو، د دغه رياست د پلاوي له خوا یې ليدنه او څارنه وشوه.

هغه څرګنده کړه: د ښوونکو او روزونکو د انتخاب پروسه له همدې ادارې سره په همغږۍ ترسره شوې او دغه ریاست توانېدلی چې د لرې پرتو ولسوالیو اړمنو او یتیمو ځوانانو ته د نارینه خیاطۍ او یخچال جوړولو په دوو څانګو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړي.

ابو منصور زیاته کړه: دغې ادارې په خپله بودجه کې ۲۴۰ بې وزله او بې کوره ځوانانو ته د موبايل ترميم، نارينه خياطۍ او د ودانيو د تارونو په درې برخو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو زمينه برابره کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به فارغ او د کار بازار ته داخل شي. 

د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس څرګنده کړه: ٩٠ تنکي ځوانان د فني او حرفوي زده کړو تر پوښښ لاندې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي او د دغه رياست د استازي تر څارنې لاندې به د واسا انستيتوت له خوا په هغوى باندې د کار وسايل و ويشل شي.

ابو منصور زياته کړه: د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست هڅه کوي، چې اړمنو او بې کوره ځوانانو ته تخنيکي او مسلکي زده کړې ورکړي، څو د کار زمينه برابره او د کار بازار ته يې راوګرځوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .