AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹ ۱۱:۳۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85493126
T T
۰ Persons

Tags

د اسلامي امارت په حاکمیت سره خلک د اشغال له تبلیغاتو پاک شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې له خلکو د اشغال تبلیغات پاک شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست ارګ نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه په یوه خبرباڼه کې د پروان ولایت ځايي مسوولینو سره د دولت د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لیدنې خبر ورکړی دی.

د پروان ولایتي مسوولینو په دغه لیدنه کې په دغه ولایت کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه معلومات ورکړل ویې ویل، اوس په پروان ولایت کې بشپړ امنیت دی او خلک له ولایتي ادارې سره همکار دي او به بېلا بېلو برخو کې ښه همغږي رامنځ ته شوې ده.

 دغه مسوولینو دې ته په اشارې سره چې د پروان خلک د اسلامي نظام په راتګ سره خوښ دي، زیاته کړه، پروان ولایت کې د سړکونو جوړولو سربېره بیا د استنادي دېوالونو، پل او پلچکونو، کلېنیکونو او پرمختیايي پروژو ته باید اساسي پاملرنه وشي.

د سرپرست دولت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر و ویل: د پروان، کاپيسا او پنجشېر په ګډون ټولو مرکزي ولایتونو ته جدي پاملرنه کېږي او په هر اړخیزه ټوګه د خلکو غوښتنې په پام کې نیول کېږي.

د دولت سیاسي مرستیال څرګنده کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره د خلکو ذهنیت د اشغالګرو له پروپاګند څخه پاک شوی او خلک له اسلامي نظام سره همکاري کوي.

نوموړي په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د افغانستان ټول خلک خپل ګڼي او له تبعیض پرته ورته خدمات وړاندې کوي او د دوی د ستونزو د هواري لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .