د افغانستان د کانونو، کرنې او روغتیا برخه کې پانګونه د سیمې د هېوادونو لپاره ښه فرصت دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د کانونو، کرنې او روغتیا په برخو کې پانګونې وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن پنشنبې د غبرګولي ۳ مه د قطر د دولت له وزیر شیخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفه سره کابل کې ولیدل.

شیخ محمد بن عبدالعزیز الخلیفه په افغانستان کې له سرتاسري امنیت او بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاس ته راوڼو خوښي وښوده.

د قطر د دولت وزیر د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د مرستو د دوام د ډاډ تر څنګ و ویل: د قطر دولت د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا په ځانګړې توګه د افغانستان او قطر د بانکي چارو برخه کې هڅه کوي تر څو د دواړو مسلمانو او دوستو هېوادونو تر منځ چې کومې اړیکې شتون لري لا غښتلې او پراخه شي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د قطر د حکومت او ملت د بشري مرستو قدرداني وکړه.

نوموړي د امنیت په تامین، د اداري فساد د له منځه وړلو، د کښت، قاچاق، سوداګرۍ او نشه یي توکو د کرکیلې په مخنیوي، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په برابرولو او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې ویې ویل: دا لاسته راوړنې د حکومتدارۍ په ډګر کې د اسلامي امارت د بریالیتوب ښکارندويي کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د قطر د تېرو مرستو یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د افغان ځوانانو لپاره د تحصیلي بورسونو د تخصیص په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د سیمې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له قطر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د کانونو، روغتیا، کرنې، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې پانګونه وکړي. 

هغه همدا راز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او اضافي سیمې سره ښې اړیکې او تعامل غواړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .