AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۱۵:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85486251
T T
۰ Persons

د پاکستان لومړی وزیر ایران ته روان شو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۱۵:۰۹
News ID: 85486251
د پاکستان لومړی وزیر ایران ته روان شو

کابل- ایرنا- د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او ورسره ملګرو د شهادت له امله د ایران دولت او ملت ته  د خپل هېواد او دولت د ډاډګیرنې په موخه تهران ته روان شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د لومړي ورزیر د عامه اړیکو دفتر ویلي، شهباز شریف او لوړ پوړی پاکستاني پلاوی اسلام اباد ته نږدې له نورخان هوايي اډې څخه د تهران په لور روان شول.

دغه راز تهران ته په تللي پلاوي کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله توري او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن رضا نقوي هم شامل دي.

هغه به په دغه سفر کې د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای او د دغه هېواد له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره هم کتنه او خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه بیان کې ویلي؛ سناتور محمد اسحاق ډار، د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر او همدارنګه یو شمېر لوړ پوړي چارواکي به په دغه سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر سره مل وي.

شهباز شریف به د پاکستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د ایران له ستر رهبر او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د هغه د ملګري پلاوي د شهادت په مناسبت د مې د میاشتې په یوویشتمه (د غبرګولي اوله) یو ورځ ملي ماتم اعلان کړ، په اسلام اباد او د دغه هېواد د څلورو ایالتونو په پلازمېنه کې د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وو په سندهـ او بلوچستان ایالتونو کې هم د مرکزي حکومت په تعقیب پرون د عامه ماتم ورځ اعلان شوه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .