AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲ ۱۰:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85485915
T T
۰ Persons
د دوحې درېیمه غونډه به د چنګاښ میاشتې په ۱۰ مه تر سره شي

کابل- ایرنا- ملګرو ملتونو اعلان کړی دی، چې د دوحې غونده به د روان کال د جون میاشتې په ۳۰ چې د چنګاښ ۱۰ مې سره سمون خوري تر سره شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ملګرو ملتونو تېره شپه د غبرګولي اوله شه ناوخته اعلان وکړ چې د دوحې درېیمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې د چنګاښ میاشتې له ۱۰ او ۱۱ چې د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې غونډې موخه له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو په همغږۍ او جوړښت کې زیاتوالی دی.

د افغانستان سرپرست دولت لا د مخه اعلان کړی چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان د اسلامي امارت د دریځ له منلو سره ګډون وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان سرپرست دولت د دوحې په دوهمه غونډه کې د اسلامی امارت د شرطونو د نه منلو له امله ګډون ونه کړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .