د آیت الله رییسي د شهادت له امله د ایران اسلامي جمهوریت له معظم مشر او ملت سره د «افغانستان د ملي کنګرې» خواخوږي

کابل- ایرنا- د افغانستان ملي کنګرې په یوه هوايي پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر او ورسره ملګرو د شهادت له امله د ایران اسلامي جمهوریت معظم مشر او ملت تته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د عبداللطیف پدرام په مشرۍ د افغانستان ملي کنګرې نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه د یوه پیغام په خپرولو سره څرګنده کړې: مرحوم ایت الله رییسی د ایران د سوکالۍ او د سیمې د خلکو د پیوستون لپاره د خپل ستر مسؤلیت په دومره لنډه موده کې په نړیواله کچه د فلسطین د خلکو د حقوقو د دفاع زیاتې هلې ځلې وکړې او د غزې په تراډه کې یې د صهیونیسټي رژیم او د هغه امریکايي مدافعانو جنایتونو په زړورتیا سره محکوم کړل.

د دې بیان بشپړ متن په لاندې ډول دی:

بسمه‌تعالی؛ د افغانستان ملي کانګره د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو د دغه دردناک شهادت په مناسبت د ایران اسلامي جمهوریت دوست او ورور حکومت، د ایران اسلامي جمهوریت جلالتمآب او ستر رهبر او د ایران ستر ملت ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د شهیدانو کورنیو ته یې د فردوس جنت هیله کوي.

مرحوم ایت الله رییسي د خپل ستر مسؤلیت په دومره لنډه موده کې د ایران د سوکالۍ او د سیمې د خلکو د پیوستون لپاره ډېرې هڅې وکړې او په نړیواله سطحه یې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه دفاع وکړه او د غزې په تراډه کې یې د صهيونېسټ رژيم او د هغه د امريکې مدافعانو جنايتونه په زړورتیا سره محکوم کړل.

د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د خولور، زړور او مېړني امیر حسین عبداللهیان فوق العاده وینا په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو په تېره بیا د غزې تراډې د خلکو له حقوقو څخه د ایت الله رییسی د حکومت په تاریخ کې د یوې روښانه پاڼې په توګه ثبت شوې ده.

د ایران ستر دولت او ملت د خپلو بډایه سیاسي تجربو، بډایه کلتور او روحانیت په برکت له ډېرو ستونزو وتلی دی او بې له شکه دغه ستر غم به هم د ایران د دښمنانو په وړاندې د مقاومت او مبارزې په ځواک بدل کړي.

انالله و اناالیه راجعون، د افغانستان ملي کانګرې د رهبرۍ شورا.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر او د هغه د ملګرو د شهادت په اعلان سره د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د افغانستان اصلي او حقوقی شخصیتونو ایران اسلامي جمهوریت له دولت او ملت سره خواخوږۍ او غمشریکۍ ښودلې دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .